امضای تفاهم نامه همکاری بین افغانستان وترکمنستان

د ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر، نن سهار د تورغنډۍ بندر له لارې،هراته راغی.

د هیواد ماليې وزیر او د هرات والي  له لوري د ترکمنستان هیواد بهرنیو چارو وزارت ته تود هرکلی وویل شو.

د دغه سفر په لړکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو دوه مهم هوکړه لیکونه لاسلیک شوه .

دغه هوکړه لیکونه د اوسپنې ریل پټلۍ د پراختیا، د انرژۍ وارداتو ډیریدا او د پانګونې جذب په برخه کې دي چې د ماليې وزیرهمایون قیومي، د هرات والي عبدالقیوم رحیمي او ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مریدوف په حضورکې لاسلیک شوه .

د دواړه هیوادونو د ګډ پلاوي لومړنۍ ناسته د ولایت مقام د بهزاد د غونډو په تالارکې ترسره شوه.

د هیواد د ماليې وزیر محمد همایون قیومي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه ويې ویل: " ترکمنستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس وروستي سفرکې د همکاریو غښتلي کیدو په ځانګړي توګه د اوسپنې ریل پټلۍ پرپراختیا ټینګاروشو.

د اکتر قیومي دغه هوکړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د غښتلتیا په برخه کې مهم ګام وباله دغه راز يې وروستیو دوو کلونوکې د دواړو هیوادونو ترمنځ د راکړي ورکړي کچې ډیریدوته په اشارې سره وویل:" هیله لرو چي د داړو هیوادونو ترمنځ  د اوسپنې ریل پټلۍ په برخه کې د همکاریو په ډیریدو سره ورځ تربلي د لازیاتو همکاریو شاهدان واوسو.

د هیواد د ماليې وزیر د لاجوردو اقتصادي ټرانزيټي لار پرانستل د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي ژوند نوی یړاو یاد کړ او د ترکمنستان هیواد څخه یې د  اجناسو په مقابل کې د افغان ځواکونو لپاره د البسې رانیولو لپاره د افغانستان د لیوالتیا څخه خبرورکړ.

د ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر هم هراته خپل د سفر او د سیمه یېزو او مرکزي مسؤولینو سره د خپل ملاقات او د هغوی د تود هرکلي څخه يې مننه او قدرداني وکړه.

هغه وویل :" ترکمنستان ته د افغانستان د جمهور رئیس د مخکني سفرپرمهال لس هوکړه لیکونه لاسلیک شوه او د دواړو ورونو هیوادونو ترمنځ اړیکې استراتيژيکې کچې ته لوړې شوې."

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه :" د دواړو ورونو هیوادونو ترمنځ دوستانه او نیکې اړیکې زموږ د نیکه ګانو او پلرونوڅخه په میراث راپاته دي ."

د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي د دي ولایت  د خلکو او ترکمنستان ترمنځ د فرهنګی راکړي ورکړي مخینې ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو کچې لوړیدو او د نوو هوکړه لیکونو د لاسلیک څخه يې هرکلی وکړ.

د هرات والي وویل: سیمه یېزه اداره د اړیکو د لاپياوړتیا لپاره د خپلو ټولو امکاناتو څخه کاراخلي .

دا په وروستیو دوو کلونوکې هراته د ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر دوهم سفردی چې ترسره کیږي .

د دي سفر په لړکې د هرات تورغنډۍ د اوسپلنې پټلۍ د ډیزاین سروي  او د ترکمنستان هیواد څخه د بریښنا د وارداتو ډیریدو هوکړه او څو نور هوکړه لیکونه لاسلیک شوه .

# د هرات ولایت مقام .

# د سیمه يېزو ارګانونو خپلواکه اداره.

وزیر خارجه تر کمنستان صبح امروز، ازطریق مرز تورغندی با استفبال وزیر مالیه کشور مان و والی هرات وارد افغانستان شد.

در جریان این سفر چندین تفاهم نامه راهبردی همکاری های  اقتصادی بین افغانستان  وترکمنستان در شهر هرات به امضا برسد.

این تفاهم نامه ها در بخش توسعه خط آهن، افزایش واردات انرژی و جلب سرمایه گذاری میباشد که با حضور داکتر همایون قیومی وزیر مالیه، عبدالقیوم رحیمی والی ولایت هرات، رشید مریدوف وزیر خارجه ترکمنستان در تالار نگارستان بهزاد به امضا می رسد.

نخستین نشست مشترک هیات های مشترک دوکشور در تالارنگارستان بهزاد برگزار شد، و دران وزیرمالیه کشورمان از افزایش همکاری های اقتصادی بین افغانستان وافغانستان ابراز خرسندی نمود.

او گفت:"  درسفر اخیر رییس جمهورکشورمان به ترکمنستان برتقویت همکاری ها بخصوص در بخش توسعه خط اهن تاکید شد.

داکتر قیومی امضای این موافقت نامه ها را درتقویت روابط نیک بین دو کشور مهم خواند

اوهمچنان از افزایش میزان تجارت بین دو کشور در دوسال اخیر یاد آوری نمود افزود:" امیدواریم با تقویت همکاری دربخش خط اهن، شاهد توسعه وانکشاف روز افزون همکاری ها بین دوکشور باشیم.

وزیرمالیه، گشایش راه لاجورد را سرآغاز فصل جدید در حیات اقتصادی دو کشور عنوان کرد و ازعلاقه مندی افغانستان بخاطر خریداری البسه نیروهای امنیتی درمقابل جنس خبرداد.

وزیر خارجه ترکمنستان نیز از سفر به ولایت هرات و دیدار با مقامات محلی و مرکزی ابراز خرسندی نمود و از استقبال وپذیرایی گرم مسولان ابراز امتنان نمود.

او گفت:" در سفر قبلی رییس جمهور افغانستان به ترکمنستان ده تفاهم نامه به امضا رسید و روابط دو کشور باهم برادر به سطح استرتیژیک ارتقا یافت.

وزیرخارجه ترکمنستان میگوید:"  تمام همکاری های دوستانه بین دوکشور براساس روابط نیکی که از نیاکان مان به ارث رسیده، تقویت یافته است.

عبدالقیوم رحیمی والی ولایت هرات  با اشاره به پیشینه روابط وپیوندهای فرهنگی بین مردم هرات وترکمنستان، ازافزایش سطح همکاری ها بین دوکشور وامضای تفاهم نامه های جدید استقبال نمود.

والی هرات گفت: اداره محلی هرات ازتمام امکانات خود بخاطر تقویت روابط استفاده می کند.

این دومین سفر  وزیر خارجه ترکمنستان به ولایت هرات درجریان دو سال اخیر میباشد.

درجریان این سفر تفاهم نامه سروی ودیزاین خط آهن هرات تورغندی، همچنان افزایش واردات برق ازترکمنستان وچندین تفاهم همکاری به امضا رسید.

# مقام ولایت هرات

# اداره مستقل ارگان های محلی